د وحی ټاتوبی او حج تمتع ته د لیږل شوي نور قرآني کاروان یوه غړی سید پارسا انګشتان ایکنانیوز خبریال سره په خبرو کې د حج په شپو ورځو کې د دغه کاروان د وضعیّت په باب ووئيل، د حج سفر یو خاص سفر دی ،ځکه چې په دغه سفر کې د مسلمانانو یوه ډيره لویه اجتماع ده او په لکونو مسلمانان پکې شتون لري او په دنیا کې ئې ساری نشته ، یعني مونږ په دنیا کې داسې هیڅ غونډه نه لرو چې د دنیا له تولو مسلمانو هیوادونو نمایندګان پکې شتونولري او ټول یو ځاي سره غونډ شي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې همدغه چاره په کلتوری او اجتماعي حوزې کې او د نور په قرآني کاروان کې د مونږ مسئولیّت لا درندوي ،زیاته کړه ، حج تمتع ته د لیږل شوي کاروان غړي د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری سفیرانو په معنا دی ، په همدې اساس له مناسک حج او هغو عملونو ورتیر چې ترسره کیږي، د قرآن کریم د تبلیغ او دودولو په حوزې کې ځیني دندې او رسالتونه لري.
انګشتان په دې خبرې په ټينګار سره چې د مونږ یوه دنده په دغې لوئې اجتماع کې د یوه شیعه قاري د توانمنۍ ښودل دي، روښانه کړه، په هغو منفي تبلیغاتو سره چې د اهل تشیّع په ضد په مختلفو رسندویو کې کیږي، هڅه به وشي ، د ویاړمنو تلاؤتونو په اجرا سره ددغو ټولو منفي تبلیغاو مخه ونیول او شنډ شي.
دایران دغه ممتاز قاري د خپلو خبرو په پاي کې دې ته په اشارې سره چې ځان د په دغه تبلیغي او دودونکي سفر کې د قاریانو دټولنې او د درست ولس نماینده ګڼي ووئيل؛ له دې چې په دغه عمر کې مو د حج تمتع په سفر کې د شتون توفیق درلود، ډير خوښ یم او هیله مند یم چې د کاروان له نورو غړو سره یو ځاي ښه نهائي کړچار ولرل شو.
د یادولو ده چې سید پارسا انګشتان کابو ۲۵ کلن دی . هغه په ۱۳۷۸ لمریز کال کې په مهر میاشت کې په بابل کې زیږیدلی دی ، البته په ساري ښار کې اوسیږي.
سید پارسا انګشتان د قرآن کریم تلاؤت د مصر د یوه مشهور قاری شحات انور څخه په تقلید سره پیل کړی او د قرآن کریم په زده کولو کې د هغه په استاذانو کې د محمود اندرخورا ،سید صادق مسلمي اوعلی سقايی پهش ان استاذانو ته اشاره کولی شو.